جان ستورات میل | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۲۰ مې ۱۸۰۶[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹] |
مړینه | 8 مې 1873 (67 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸] |
تابعیت | د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي |
ګوند | لیبرال ګوند (لویه بریتانیا) |
عملي ژوند | |
استاد | جرمي بینتام |
کار/مسلک | فیلسوف سياستوال [۱۰] ليکوال [۱۱] مساوات غوښتنه |
مورنۍ ژبه | انگليسي |
کاروونکي ژبه(ي) | انگليسي [۱۲][۱۳] |
کار ورکوونکی | ختيځ هند کمپنۍ [۱۴] |
تحریک | اتيزم مساوات غوښتنه د ګټې اصالت لېبراليزم |
لاسليک | |
سمول |
جان ستورات میل (۲۰ می ۱۸۰۶ – ۷ می ۱۸۷۳ زکال) انګلیسي فیلسوف، سیاستوال، اقتصاد پوه، د پارلمان غړی او دولتي ملکي کارکوونکی و. د کلاسیک لیبرالېزم په تاریخ کې دغه تر ټولو اغېزمن متفکر په پراخه کچه له ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي نظریاتو سره مرسته وکړه. هغه چې «د نولسمې پېړۍ د اغېزمن انګلیسي فیلسوف لقب خپل کړ»؛ د نامحدود دولتي او ټولنیز کنټرول پر خلاف یې آزادي د فردي آزادیو په توګه انګېرله. [۱۵][۱۶][۱۷]
میل د ګټې پالنې پلوی و، هغه اخلاقي نظریه چې د هغه د مخکښ جرمي بنټام له خوا رامنځته شوې وه. هغه د علمي میتودولوژي له ارزونې سره مرسته وکړه؛ په داسې حال کې چې په دې اړه د نوموړي پوهه د یو شمېر نورو متفکرینو د لیکنو په ځانګړې توګه د ویلیام ویول، جان هرشل، اګوست کنت او د هغو څېړنو پر بنسټ چې الکساندر بین د میل لپاره ترسره کړې وې؛ وه. هغه له ویوېل سره لیکلې مناظره ترسره کړه. [۱۸]
میل چې د لیبرال ګوند یو له غړو او د ښځو د انقیاد (The Subjection of Women) په نامه د لومړني فیمینسستي کتاب لیکوال و؛ دویم پارلمانی استازی و چې له هنري هانت وروسته یې په ۱۸۳۲ زکال کې ښځو ته د رایو ورکولو د حق د ورکړې غوښتنه وکړه. [۱۹][۲۰]
میل د آزادۍ په اړه (On Liberty) نومي خپله رساله کې د واک هغه محدودیتونه او ماهیت تشرېح کوي چې کېدلای شي، په مشروع توګه د ټولنې له خوا په فرد پلي شي. د میل نظریه دا ده چې یوازې هغه مهال چې یوه دیموکراتیکه ټولنه د آزادۍ له اصل څخه پیروي وکړي، د هغو سیاسي او ټولنیز بنسټونه بیا کولای شي، د ملي شخصیت په جوړولو کې رول ولوبوي؛ بیا نو وګړي کولای شي، د مترقي موجوداتو په توګه د وګړو دایمي ګټې تصور کړي (رالز، د فلسفې په سیاسي تاریخ کې وینا، ۲۸۹ پاڼه). [۲۱]
میل د آزادۍ اصل په دې ډول بیانوي: «د بشریت یوازنۍ موخه چې په فردی یا ټولیزه توګه د آزادۍ په ټولو چارو کې خوندي کېږي، د ځان خوندیتوب دی». «یوازنۍ هغه موخه چې اړوند یې کېدلای شي، د یوې متمدنې ټولنې د هر غړي لپاره د هغو د میل پر خلاف په سمه توګه له قدرت څخه ګټنه وشي، نورو ته له زیان اړولو څخه مخه نیول دي. دا د هغوی په خپله ګټه دي، آن که دا ګټه فزیکي او یا هم اخلاقي وي، خو دا کافي تضمین نه شي کېدلای». [۲۲][۲۳]
میل باوري و چې:«د آزادۍ او اقتدار ترمنځ مبارزه د تاریخ د څانګو یو له پام وړ ځانګړنو نه ده». د هغه لپاره په لرغونې زمانه کې «سیالي ... د دولت او رعیت یا هم د رعیت د یو شمېر طبقاتو ترمنځ» آزادي وه. [۲۴]
میل ټولنیزه آزادي د «سیاسي واکمنانو د استبداد» پر وړاندې د خوندیتوب په معنا تعریف کوي. هغه د استبداد څو بېلابېل مفاهیم تعریف کړل چې د ټولنیز استبداد او اکثریت استبداد په توګه یادېږي. د میل لپاره ټولنیزه آزادي د حاکم ځواک محدود کول و؛ څو و نه شي کولای، له خپل ځواک څخه د خپلو غوښتونو لپاره ګټنه وکړي او له امله یې داسې پرېکړې وکړي چې کولای شي، ټولنې ته زیان واړوي. وګړي باید د دولتي پرېکړو اړوند د نظر ورکولو حق ولري. هغه څرګنده کړې چې ټولنیزه آزادي «د قدرت هغه حدود او ماهیت دی ،چې کېدلای شي، په مشروع توګه د ټولنې له خوا په فرد پلې شي». د دغې چارې هڅه له دوو لارو وشوه: لومړی، د یو شمېر خوندیتوبونو (لکه د سیاسي آزادیو او حقونو) په رسمیت پېژندل او دویم ، د «اساسي قانون د لارښوونو له مخې» د نظام رامنځته کېدل. [۲۵]
د آزادۍ په اړه د میل نظر چې د جوزف پریسټلي او جوزیا وارن تر اغېز لاندې و، دا دی چې: وګړي باید آزاد وي او هر کار یې چې زړه غواړي ترسره کړي، خو تر دې بریده چې نورو ته زیان وه نه رسوي. افراد په کافي کچه د دې منطق لري، څو د خپلې هوساینې پرېکړه وکړي. دولت باید هغه وخت لاسوهنه وکړي چې د ټولنې د خوندیتوب موضوع وي. [۲۶]
دآازادۍ په اړه نومې رساله کې د بیان له آزادۍ څخه پیاوړې دفاع شتون لري. میل استدلال کوي چې: ازاد بحثونه د فکري او ټولنیزې ودې لپاره اړین دي. هغه باور لري چې موږ هېڅکله ډاډمن کېدلای نه شو چې هغه نظریات چې خاموش شوي؛ حقیقې عناصر دې و نه لري. هغه استدلال کوي چې: وګړو ته د دې اجازه ورکول چې خپل ناسم نظریات خپاره کړي، د دوو لاملونو له امله ګټمن دي: لومړی دا چې، ښکېل کسان که چېرې په آزاده توګه خپل عقاید بیان کړي، کېدای شي، خپل ناسم عقاید پرېږدي. دویم دا چې، د بحث په بهیر کې د اړوندو کسانو دې ته متقاعد کول چې خپل عقاید ارزیابي او یا هم بیاځلي تائید کړي، د دې لامل کېږي، څو د هغوی باورونه په تعصب ډکو باورونو بدل نه شي.[۲۷][۲۸][۲۹]
دآازادۍ په اړه نومې رساله کې میل څرګندوي چې: اړینه ده هغه د مطبوعاتو د آزادۍ موضوع څرګنده کړي. هغه څرګندوي چې: دغه استدلال لا له وړاندې بریالی دی. د نولسمې پېړۍ په نیمايي کې نږدې هېڅ یو سیاستوال یا مفسر نه غوښتل، د تودور او ستورات له خوا دې د غوښتل شوي مطبوعاتي سانسور غوندې سانسور شتون ولري. له دې سره میل خبرداری ورکړ چې کیدای شي، د سانسور نوي ډولونه په راتلونکي کې رامنځته شي. [۳۰][۳۱][۳۲]
له ۱۸۲۳ زکال څخه تر ۱۸۵۸ زکال پورې د ختیځ هند د کمپنۍ کارکوونکي میل له هېواده بهر د مستعمراتو د اداره کولو په اړه د خیر غوښتونکي استبداد څخه په ملاتړ استدلال کاوه. میل استدلال وکړ:[۳۳][۳۴][۳۵]
دا ډېره لویه تېروتنه ده چې د یوه متمدن ملت او نورو ترمنځ یا د یو متمدن ملت او بربریانو ترمنځ نړیوال رسوم یا آداب او یا دې هم د اخلاقو نړیوال قواعد پلي شي.... خو دا چې له بربرو او وحشي وګړو سره چلن دې ځانګړی وي، دا نو بیا د ملتونو له قوانینو څخه سرغړونه ده او د دې څرګندويي کوي چې هغوی چې په دې اړه خبرې کوي، هېڅکله یې دغه موضوع په پام کې نه ده نیولې.
میل په هند کې د یاد شرکت له حاکمیت څخه کلک ملاتړ وکړ، خو د دغه شرکت د یو شمېر هغو سیاستونو په اړه چې ورسره مخالف و، یو شمېر ملاحظات یې څرګند کړل.[۳۶]
په ۱۸۵۰ زکال کې، میل فریزر مجلې ته د توماس کارلایل د نامعلوم لیک په غبرګون کې چې د غلامۍ په اړه یې په کې بحث کړی و، یو نامعلوم لیک ولېږه (هغه چې د «سیاه پوستانو د مسئلې» تر عنوان لاندې پېژندل کېږي). میل په متحده ایالاتو کې د غلامۍ له ختمېدو ملاتړ وکړ او له غلامۍ سره یې خپل مخالفت په ۱۸۶۹ زکال کې د The Subjection of Women تر عنوان لاندې مقاله کې څرګند کړ. [۳۷][۳۸]
له تاریخ څخه د میل لید دا و چې: د هغه تر مهاله «ټولې ښځې» او «ډېری نارینه» یوازې «غلامان» و. هغه له مخالفو استدلالونو سره مخالفت وکړ او استدلال یې وکړ چې: د جنسونو ترمنځ اړیکې یوازې «د جنسیتونو ترمنځ د قانوني فرمانبردارۍ له مخې دي – چې خپله غلط دي او اوس د انسان د ودې پر وړاندې یو له اصلي خنډونو جوړوي؛ چې دا باید په بشپړ مساوات سره بدل شي».
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
On Liberty is a rational justification of the freedom of the individual in opposition to the claims of the state to impose unlimited control and is thus a defense of the rights of the individual against the state.الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
On Liberty is a rational justification of the freedom of the individual in opposition to the claims of the state to impose unlimited control and is thus a defense of the rights of the individual against the state.الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)